ملت ته د حکومت د راپور ورکونې ملي پروګرام نن د ولسمشر په پیغام سره پیل شو

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په یوه قومي غونډه کې د وینا په حال کې

ملت ته د حکومت له‌خوا د راپور ورکونې ملي پروګرام نن د ولسمشر په پیغام سره پیل شو.

ملت ته د حکومت له‌خوا د راپور ورکونې پروګرام داسې تګلاره ده چې حکومتي مسؤلین خلکو ته د خپلو کړنو په اړه حساب ورکونې ته اړ باسي.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۱» د ولسمشر غني په یوه وېډیویي پیغام سره پرانيستل شو.

ښاغلي غني وویل:

"د دغه پروګرام له لارې وزارتونه، خپلواک ریاستونه، والیان او بودجوي واحدونه اړ دي چې خپل کاري راپورونه او راتلونکي پروګرامونه له خلکو سره شریک کړي، حکومت په تېرو کلونو کې له ستونزو سره سره مهمې لاسته راوړنې هم لري."

د حساب ورکونې دغه پروګرام به دوه اوونۍ دوام وکړي.

د حساب ورکونې په لومړۍ ورځ د اقتصاد، مالیې او د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او د ملي تدارکاتو ادارې مشر د خپلو تېرو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې دا مهال ۵۱،۷ سلنه خلک بې‌وزله دي او پوهنې، روغتیا او کار ته لاسرسی نه‌لري.

خو نوموړي وویل، د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د ستونزو د هواري لپاره‌یې طرحې چمتو کړې دي.

ښاغلي مستور په دولتي ادارو کې په دوو شفتونو کې کار کول، د یو ولایت یو محصول طرحې جوړول او د کار موندنې لپاره طرحه جوړول خپل راتلونکي پروګرامونه یاد کړل.

همدارنګه د مالیې وزارت معین زاهد همدرد د نړیوال وجهي صندوق د ۱۷۲ میلیونه افغانیو د هدف د پوره کېدو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې دا شمېره به ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته ورسوي.

د افغانستان د مالیې وزارت معین زاهد همدرد

ښاغلي همدرد وویل چې د افغانستان د پانګونې د ۶،۸ میلیارده ډالرو کڅوړه‌یې جوړه کړې چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله پورې وروستۍ کېږي چې د کرنې، د کانونو د کېندنې او زېربناوو په برخه کې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د اقتصادي پراختیا له ډېرېدو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې په د غه کال کې د افغانستان عواید ۲،۷ سلنې ته رسېدلي او د صنعت پراختیا له یوې ۸ سلنې ته پورته شوې ده.

افغانستان له واردوونکي هېواده په یوه صاروونکي هېواد بدلول، د صنعت د سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ د وضعیت پراختیا د دغه وزارت مهم لومړیتوبونه دي.

افغانستان دا مهال د سوداګرۍ له یو نامساعده بیلانس سره مخ دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، اوس‌مهال د وارداتو کچه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي، خو د صادراتو کچه له یو میلیارد ډالرو کمه ده.

هغه څه چې تل له انتقادونو سره مل وو او ولسمشر غني په کراتو ټينګار کړی چې افغانستان به له یوه وارداتي هېواده په صادراتي هېواد بدل کړي.

د ملي تدارکاتو ادارې رئیس الهام عمر هوتکي وايي، تېر کال ۷۶۳ پروژې ارزول شوي چې له دې شمېر څخه ۶۹۸ پروژې منظورې شوي، ۲۹ پروژې مستردې او ۴۵ پروژې رد شوې دي.

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه دا اقدام خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې مهم ګڼي.​له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې خپلواکې کمېټې رئیس باري سلام

د دغې کمېټې رئیس باري سلام ازادي راډیو ته وویل:

"هر هغه ګام چې د اطلاع رسونې په برخه کې اخیستل کېږي او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې اخیستل کېږي، زموږ له نظره یو ښه او د ستاینې وړ ګام دی."

خو د سیاسي چارو پوه خان زمان مدبر وايي، دغه پروګرامونه تر ډېره کمپایني او شعاري دي او حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره کومه اراده نه‌لري.

راپور: ناجیه ساپۍ