امریکا: ونزوئلا ته د ایران د ماهان شرکت الوتنې سیاسي پارونه ده

ارشیف، د ایران د ماهان هوایي شرکت یوه الوتکه

د امریکا متحده ایالات ونزوئلا ته د ایران د ماهان هوایي شرکت مستقیمې الوتنې یوه سیاسي پارونه بولي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» وویل چې دا کار سوداګریز دلیل نه‌لري.

ایران د چین او روسیې له هغو هڅو سره یوځای شوی دی چې د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو پلویانو ته د هوا له لارې مرستې رسوي.

مادورو تر فشار لاندې دی چې خپله دنده پرېږدي او د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو ته موقع ورکړي چې د هېواد مشري وکړي.

خوان ګوایدو ځان د دې هېواد د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړی او د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ملاتړ لري.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې د ایران د ماهان شرکت مستقیمې الوتنې چې د ونزوئلا پلازمېنې کاراکاس ته کېږي سوداګریزې نه، بلکه سیاسي پارونې دي چې د ونزوئلا د خلکو لپاره به ګټورې نه‌وي.

د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه ۱۶ ساعته مستقیمې الوتنې یې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي کاراکاس ته رسوي.

د ایران ماهان هوایي شرکت له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د امریکا تر بندیز لاندې دی.