په لیبیا کې د نړیوالې ټولنې د اوربند پر غوښتنو سربېره نښتو زور کړی

د لیبیا د پوځي ځواکونو یو انځور

د نړېوالې ټولنې له خوا په ليبیا کې د روان تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو پر غوښتنو سربېره د دې هېواد په پلازمېنه طرابلس کې نښتو زور اخیستی دی.

د اپرېل په څلورمه د دې نښتو د پیل راهسې تر اوسه دغلته ۳۰ کسان وژل شوي دي.

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د ليبیا د ملي پوځ په نوم یوې وسله والې ډلې چې مشري یې خلیفه حفتر کوي، په طرابلس کې د حکومت پر ضد یرغل پیل کړ. د ليبیا دا حکومت د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، په طرابلس کې د دې نښتو له کبله شااوخوا ۲۸۰۰ کسان له خپلو کورنو بېځایه شوي او ښايي نور خلک هم له سیمې تېښتې ته اړ شي.

ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او روسیې په ليبیا کې د اوربند غوښتنه کړې او له خلیفه حفتره یې غوښتي چې له حکومت سره سیاسي خبرو اترو ته بېرته ستون شي.