د ختیځې لیبیا پوځي ډلې د لیبیا پر طرابلس ښار هوايي بریدونه کړي

ارشیف، د ختیځې لیبیا په نوم پوځي ډله

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د اوربند په غوښتنه سربېره هم د ختیځې لیبیا په نوم پوځي ډله وايي چې د طرابلس د نیولو لپاره‌یې په‌دغه ښار هوايي بریدونه کړي.

د ختیځې لیبیا د پوځي ډلې قوماندان خلیفه حفتار وفاداره پوځیانو تېره اوونۍ د طرابلس له لوېدیځه دغه ښار تر بریدونو لاندې نیولی.

طرابلس کې د نړیوالو له‌خوا پېژندل شوی حکومت حضور لري.

د لیبیا د پوځ ویاند ډګروال محمد ګنونو د ختیځې لیبیا په نوم د پوځي ډلې پر ضد د یو لړ عملیاتو د ترسره کولو خبره کوي.

ډګروال ګنونو زیاتوي:

"د لیببا وسله‌وال پوځ د غضب په نوم په نوم عملیات اعلانوي، څو په ټولو ښارونو کې راپورته شوي کړکېچونه او ناقانونه ځواکونه تصفیه کړي."

په لیبیا کې د دغو کورنیو نښتو له پیله چې تېره پنجشنبې وه تر اوسه د ملکیانو په ګډون ٢٣ تنه وژل شوي او ٢٧ نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو د ټپیانو او ملکیانو د انتقال لپاره د یوه دوه ساعته اوربند غوښتنه کړې.