په لیبیا کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنه

ارشیف، په لیبیا کې د "لیبیا د ملي پوځ" مشر خلیفه حفتر ته ژمن ځواکونه چې د پرمختګ راپورونه یې ورکول کېږي او د طرابلس زوړ نړیوال هوایي ډګر یې هم نیولی دی

ملګري ملتونه وايي چې راتلونکې اوونۍ د لیبیا پر وضعیت ملي غونډه جوړېږي.

د دې سازمان په وینا، په دې غونډه کې به په لیبیا کې د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار وکړي.
رپوټونه وايي چې هغه هېواد د کورنۍ جګړې تر بریده رسېدلی دی.

په طرابلس کې اداره د ملګرو متلونو په ملاتړ جوړه شوې او نړیوال ملاتړ لري.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي غسان سلامه د لیبیا د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، هیله لري چې په لیبیا کې به د انتخاباتو په اړه د خبرو لپاره کنفرانس جوړ شي.

غسان سلامه پرون په طرابلس کې خبریالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

"پوهېږو چې په داسې سخت حالت کې چې جنګ دی، انتخابات اسانه خبره نه ده، خو مونږ یې ترسره کولو ته متعهد یوو."

دا کنفرانس د لیبیا په جنوبي ښار غدامس کې پلان شوی دی.

هلته به پر دې خبرې وشي چې په لیبیا کې انتخابات د رقیبو ډلو ترمنځ کړکېچ کمولی شي که نه.

ملګري ملتونه انتخابات په لیبیا کې د ثبات د ټینګولو یوه لار ګڼي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د لیبیا د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.

په امنیت شورا کې د جرمني استازي کرسټفر هسګن په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د شورا غړو طرابلس ته نږدې د پوځي فعالیتونو له امله جدي اندېښنه ښودلې ده.

دی وایي:

"وسله وال کړکېچ د لیبیا ثبات، د ملګرو ملتونو لپاره د منځګړیتوب او هلته د هر اړخیز سیاسي حل امکان له ګواښ سره مخامخ کوي."

جرمني دا میاشت د امنیت شورا دوره یي مشره ده.

امنیت شورا د "لیبیا د ملي پوځ" مشر خلیفه حفتر ته خبرداری ورکړ چې د لیبیا ثبات ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي د لیبیا په بن غازي ښار کې له جنرال حفتر سره وکتل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

انتونیو ګوترش هڅه وکړه چې پر طرابلس له حملې يې منعه او په یو ډول د کورنۍ جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړي.

خو د رپوټونو پر اساس، د جنرال حفتر ځواکونو پرون د طرابلس زوړ نړیوال هوايي ډګر ونیو.

د "اوو ولسونو" په نوم ډلې چې په پاریس کې یې غونډه درلوده، جنرال حفتر ته خبرداری ورکړی.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون وویل چې که هغه په طرابلس کې پر حکومت فشار زیات کړي، پر ضد به یې اقدام وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په لیبیا کې پر ټولو خواوو غږ کړی چې سوله وکړي.

لاوروف همدا راز خبرداری ورکړی چې بهرني هېوادونه دې د لیبیا په وضعیت کې لاسوهنه بنده کړي.