راشد خان او محمد نبي د کرکټ له کپټانۍ د اصغر افغان په لېرې کېدو مخالفت وښود

ارشیف، افغان کرکټران راشد خان او محمد نبي. عکس له وي او اې

افغان مخکښو لوبغاړو د کرکټ د ملي لوبډلې د کپټان اصغر افغان له لېرې کولو سره مخالفت ښودلی دی.

راشد خان ویلي د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ته په پوره درناوي د دوی وروستۍ پرېکړه غیر مسؤلانه او یو اړخېزه ده.

هغه ویلي چې اصغر افغان باید د ملي لوبډلې د کپټان په توګه پاتې شي او په ټیم کې د هغه مشري د بري لپاره ډېره مهمه ده.

هغه دا خبره نن جمعه له غرمې وروسته په خپل ټویټر لیکلې ده.

راشد خان زیاته کړې چې تر نړیوال جام مخکې د ټیم د لوبډل‌مشر بدلول به په ټیم کې بې ثباتي رامنځته کړي او ناوړه اغېزه به ولري.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به اوس په یو ورځنیو لوبو کې د ګلبدین نایب، په شل اوورېزو لوبو کې د راشد خان او په ټېسټ لوبو کې د رحمت شاه له خوا رهبري شي.

د کرکټ بورډ له دې پرېکړې سره یوه بل مخکښ افغان لوبغاړي محمد نبي هم مخالفت ښودلی دی.

محمدنبي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د یوه مشر لوبغاړي په صفت تر نړیوال جام مخکې په ټیم کې دا تغییرات د ده په نظر سم نه‌دي.

افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې چې د مې له دېرشمې د جولای تر څلورمې د انګلستان او وېلز په کوربه توب ترسره کیږي له هند، پاکستان، اسټرالیا او ځینو نورو تکړه ټیمونو سره لوبې لري.

محمدنبي ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د اصغر افغان په مشرۍ ډېرې لاسته راوړنې کړي او د ده په نظر د ټيم د مشرۍ لپاره اصغر افغان تر ټولو مناسب شخص دی.

کرکټ بورډ د دغو دوو مخکښو افغان لوبغاړو د یاد مخالفت په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

د نړۍ لومړۍ شمېر بالر راشد خان او بل مخکښ الراونډر محمد نبي اوس وخت په هند کې د غوره لیګ سیالۍ مخته وړي، خو شاوخوا شل نور ملګري یې جَنوبي افریقا ته ولاړل څو د نړیوال جام لپاره تمریني لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي د لوبډل‌مشرانو د اعلان پر وخت وویل چې د ټیم لپاره د نویو لوبډل‌مشرانو انتخاب له ډېر دقت او اوږدو ارزونو وروسته شوی دی.

احمدزي وویل:

"د بدلونو هدف دا دی چې افغان ټیم لا ښه وځلیږي او وتوانیږي چې په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړي."

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر له اصغر افغانه چې له ۲۰۱۵ میلادي کاله د افغان ملي لوبډلې مشري ور په غاړه وه مننه وکړه او ویې ویل چې نوي لوبډل‌مشران به هم ښه وځلیږي.

صفي‌الله ستانکزی