د ناټو د متحدانو امریکا او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستی

د «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم.March 11, 2019. REUTERS/Vitaly Nevar/File Photo

د ناټو د متحدانو امریکا او ترکيې ترمنځ لفظي جګړې زور اخېستی دی.

دا لفظي شخړې له روسيې څخه د ترکيې د «اېس ۴۰۰» دافع هوا سیسټم د پیرولو او د سوريې په اړه د دې درې اړخونو په دریځونو کې د اختلاف له امله پورته شوي دي.

امریکا او ناټو تړون د ترکيې له‌خوا د روسيې د دافع هوا سیسټم له پیرولو سره مخالفت ښيي.

ترکيې بیا د دې هېواد او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرونۍ غونډې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونې غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې ترکيې ته په سوریه کې د پوځي عملیاتو د نه کولو خبرداری ورکړی او له انقرې يې غوښتي چې په تیزۍ سره په ترکیه کې د نیول شوو امریکایانو دوسيې حل کړي.