سټولټنبرګ: د ناټو ځواکونه به د اړتیا تر وخته په افغانستان کې وي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بروکسل په یوه مطبوعاتي غونډه کې. ۱ اپریل ۲۰۱۹ / EPA-EFE/OLIVIER HOSLET

د ناټو عمومي منشي وایي چې زموږ ځواکونه به تر هغه وخت په افغانستان کې وي چې اړتیا یې شته.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ارتباط خبرې کړې دي، خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې کانګرس ته د وینا پر مهال وویل، هره پرېکړه چې کېږي، د ناټو نور غړي یې د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای کوي.

دی وايي:

"زموږ هدف دا نه‌دی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو، موږ باید تر اړتیا زیات هلته پاتې نه‌شو. موږ هلته یوځای تللي یوو، موږ د خپل راتلونکي حضور پرېکړه هم په ګډه کوو او کله چې یې وخت راشي موږ به یوځای وځو."

ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې له خپلو متحدانو سره اته زره پوځیان لري او د دې تر څنګ د ناټو د مهم غړي، متحده ایالاتونو د سرتېرو شمېر په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زرو ته رسېږي.