ناټو: طالبانو سره مذاکره د لانجې د سوله‌یيز حل یوازنۍ لار ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په واشنګټن کې د، د ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۰۲.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې له طالبانو سره مذاکرې په افغانستان کې د لانجې د سوله‌یيز حل یوازنۍ لار ده.

سټولټنبرګ دا خبرې پرون د اپرېل په دوهمه، په واشنګټن کې کړې دي.

هغه ویلي چې د افغانستان د اردو سره د امریکا او ناټو مرسته طالبانو ته دا واضح پيغام ورکوي چې په جګړه کې بری نه‌شي ګټلی.

د ناټو عمومي منشي په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل.

هغه وویل چې امریکايي لوري ورته واضح کړې چې تر اوسه د طالبانو د استازو سره په خبرو کې هېڅ پرېکړه نه‌ده نهايي شوې.