غالب: ۳ میاشتو کې به د صنعتي پارکونو د برښنا ستونزه هواره شي

ارشیف، د افغانستان د برښنا شرکت مشر امان‌الله غالب، یوې خبري غونډې ته، د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۷.

د افغانستان برښنا شرکت وایي، تر راتلونکو درېیو میاشتو به د صنعتي پارکونو د برق ستونزه په بشپړ ډول هواره شي.

د دغه شرکت مشر امان‌الله غالب د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د کابل صنعتي پارکونو لپاره د ۲۰ مېګا واټه برښنا اضافه کولو د پروژې په پرانیسته کې وویل چې تر راتلونکو څو نورو میاشتو کې به د دغه ولایت د خصوصي سکټور صنعتي پارکونو ته ۱۴۰ مېګا واټ برق ورسوي.

د نوموړي په خبره، د دغې پروژې لګښت ۳۰ میلیونه ډالره دی او دغه اندازه برښنا به وکړای شي چې د فابریکو د پرچاویو ستونزه هم حل کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال د کابل صنعتي پارکونه ۶۰ مېګا واټه برښنا لري، خو په‌دې اندازه برښنا د فابریکو د تولیداتو لپاره کافي نه‌بلل کېږي.