اجرائیه ریاست: د ترورېزم پر ضد د نړیوالو مبارزه بریالۍ نه‌وه

ارشیف، د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي چې په‌دې هېواد کې د ترورېزم پر ضد د نړیوالو مبارزه بریالۍ نه‌وه.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون نن د اپرېل په درېیمه، ازادي راډیو ته وویل:

"د ترهګرۍ سره په مبارزه کې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور اساسي هدف هم و، متأسفانه تر اوسه هغسې بریالۍ نه‌وه، د سولې لپاره په‌دې وروستیو کې هڅې ډېرې شوي چې یو مثبت ګام دی."

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په واشنګټن کې د ناټو تړون له عمومي منشي سره په کتنه کې وویل، موږ په افغانستان کې سخت لوی ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ وویل چې په افغانستان کې روان جنګ یوه بدمرغي ده، خو اوس په مثبت لور ګامونه اخیستل کېږي.