ونزوئلا کې د ګوایدو د جنايي محاکمې د مقدمې د جوړېدو غوښتنه وشوه

ارشیف، د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو په یوه خبري غونډه کې

د ونزوئلا په پارلمان کې د ولسمشر نیکلاس مادورو پلویانو د اپوزېسیون د مشر خوان ګوایدو د قانوني مصؤنیت د لېرې کولو پرېکړه کړې ده.

هغوی د ونزوئلا له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د هغه د جنايي محاکمې مقدمه جوړه کړي.

دا پرېکړه د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأی ورکوونکو ملي اسامبلۍ" په نوم ډلې کړې ده.

د دې پرېکړې پر اساس کېدلای شي چې د خوان ګوایدو دا کار چې ځان‌یې د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړ، د هغه هېواد پر اساسي قانون تېری وګاڼه او حتی د هغه د نیول کېدو حکم صادر شي.

د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأی ورکوونکو ملي اسامبلۍ" منتقدان وايي چې دا ډله دوه کاله مخکې د دې لپاره جوړه شوه چې د مادورو پر پرېکړو د تأیید مُهر ولګوي او د ونزوئلا په پارلمان کې د خوان ګوایدو پلویان څنډې ته کړي.