ټرمپ بیا ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه دې لګښتونه زیات کړي

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالاتو ته د وینا پر مهال، د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۴

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا پر خپلو هغو غوښتنو ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه دې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.

د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي سره په لیدنه کې ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل، هغه له روسیې سره د بهترو اړیکو هیله لري.

په‌دې لیدنه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه له دې کبله مننه کړې چې په وینا یې، دې پوځي تړون ته «کلک تعهد» لري.

سټولټنبرګ چې د دې پوځي تړون د رامنځته کېدو د ۷۰مې کلیزې په مناسب واشنګټن کې دی، وویل، د ټرمپ له‌خوا د دې تړون د غړو ترمنځ د «د پیټي د شراکت» د زیاتولو غوښتنه په ناټو کې د دفاعي لګښت د زیاتېدو سبب شوې ده.

نوموړي وویل، موږ تر هغه څه چې په ډېرو کلونو کې شوي اوس په ګډه ډېر څه کوو.

ولسمشر ټرمپ د ناټو د تړون پر غړو هېوادونو فشار راوستی چې د خپل کورني ناخالص تولید په سلو کې دوه یا تر دې هم زیاته برخه پر دفاعي لګښتونو ولګوي.

نوموړي پرون د ناټو عمومي منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ناټو ډېر غړي لا هم دې هدف ته نه‌دي رسېدلي، خو په وینا‌ یې په‌دې برخه کې پرمختګ شوی دی.