د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» په سپینه ماڼۍ کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کوربه و او د ناټو د بودجې، د مکسیکو سره د امریکا د پولې او له روسیې سره د جنجالونو سربېرهیې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
ډونالد ټرمپ وايي، په افغانستان کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي او پهدې هېواد کې ۱۹ کلنې جګړې ته په اشارې دا یوه بدمرغي وبلله.
په دې اړه نور: ټرمپ بیا ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه دې لګښتونه زیات کړيولسمشر ټرمپ د ناټو له منشي سره په یوه غونډه کې چې خبریالان هم وربلل شوي وو، په افغانستان کې له پرمختګونو خوښي وښوده.
نوموړي وویل:
"لوېدیځ په وروستیو کې په افغانستان کې لوی پرمختګونه درلودل. دا جګړه د ۱۹ کلونو راهیسې روانه ده چې بدمرغي او مسخره ده، خو اوس موږ ډېر ګامونه اخیستي او ډېر څه دغلته دا مهال په مثبت خوا روان دي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې کتلي دي.
ټاکل شوې د دې تړون د غړو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان نن چهارشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» د افغانستان، روسیې، ترکیې او اوکراین په اړه خپل بحثونه پیل کړي.
په واشنګټن کې د ناټو دا غونډه دوه ورځې دوام کوي.
د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ولسمشر ټرمپ وویل، هېواد یې د ناټو تړون ته ټینګ تعهد لري، خو نوموړي پر یو شمېر هېوادونو انتقاد وکړ چې د دې تړون په لګښتونو کې خپله برخه په سمه توګه نه ادا کوي.
نوموړي په ځانګړې توګه د جرمني یادونه وکړه او ویېویل چې په ناټو کې د دې هېواد مالي ونډه ډېره کمه ده.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په خپله لنډه وینا کې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د ماتې یادونه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې دا ډله په بشپړه توګه لهمنځه نهده وړل شوې.
ینس سټولټنبرګ همدارنګه په افغانستان کې د امریکا هڅې وستایلې او ویېویل:
"موږ کلک پر دې باور یو چې په افغانستان کې د کړکېچ او جګړې د سولهییز هواري لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ ډېر مهم دی، موږ د دې هڅو ملاتړ کوو."
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه پهداسې حال کې د افغانستان په اړه بحث کوي چې پهدې هېواد کې د بل هر وخت په پرتله د سولې هڅې زیاتې شوې دي.