نادر نادري: په ټولو ملکي ارګانونو کې به د ښځو ونډه ۳ سلنه زیاته کړو

ارشیف، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئیس نادر نادري

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون وايي، پلان لري چې د روان لمریز کال تر پایه پورې، د هېواد په ټولو ملکي ارګانونو کې د ښځو ونډه درې فیصده زیاته کړي.

د دغه کمېسیون رئيس نادر نادري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د یاد کمېسیون د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېر کال کې په ټولو ملکي ارګانونو کې د ښځو ونډه ۲۷.۳۳ فیصده وه، خو تصمیم نیول شوی چې د دغې فیصدي اندازه ۳۰ فیصدو ته لوړه شي.

ښاغلي نادرې وویل، تېر کال د بروکسل په ناسته کې افغان حکومت مکلف شوی و چې په اداري ارګانونو کې دې د ښځو ونډه دوه فیصده نوره هم ډېره کړي، خو د ده په خبره د ښځو شته ظرفیتونو ته کتو وتوانېدو چې په‌دې برخه کې ۵.۳۳ فیصدو نورو ښځو ته هم په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینې برابرې کړو.