په عدلي او قضايي ارګانونو کې ستونزو خلک اړ کړي څو قضیې پر طالبانو حل کړي

ارشیف، د پکتیا په احمد ابا کې یو شمېر خلک طالبانو ته مراجعه کړې.

په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته ستونزې، د مدافع وکیلانو او څارنوالانو کمښت د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې خلک اندېښمن کړي دي.

د هېواد له يو شمېر ولایتونو خلکو د ټيلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل چې يادو ستونزو خلک اړ کړي چې د خپلو قضیو د هواري لپاره وسله‌والو مخالفینو ته مراجعه وکړي.

مېرمن سیما چې جوزجان کې اوسېږي، له حکومته غواړي چې ستونزې یې ورحل کړي، دی وايي د يوې ښځې ستونزه د يوه نارینه وکیل په نسبت ښځینه وکیله ښه هوارولی شي.

مېرمن سیما زیاتوي:

"حکومت باید دې برخې ته پياوړتیا وروبخښي، څو موږ ښځینه مدافع وکیلانې ولرو، د يوې ښځې ستونزه د نارینه په پرتله يوه ښځینه مدافع وکیله په ښه توکه درک کولای شي."

دا يوازې سیما نه‌ده چې د جوزجان ولایت له عدلي او قضايي بنسټونو نه شکایت لري، بلکې د زابل ولایت يو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې د دې ولایت په زیاترو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ارګانونه هېڅ فعالیت نه‌لري.

د زابل ولایت دوه اوسېدونکي نجیب او نقیب‌الله وايي:

"هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، هلته د طالبانو قاضیان دي او ټول حقوقي مسایل دوی څېړي."

"دلته په شاه‌جوی ولسوالۍ کې قضايي ادارې نه‌شته، د دې او نورو ولسوالیو خلک د خپلو حقوقي ستونزو د هواري لپاره وسله‌والو مخالفینو ته مراجعه کوي."

د افغانستان په نقشه کې ارزګان ولایت

د ارزګان ولایت دوه اوسېدونکي شمس‌الله او حاجي معلم بیا خپلې ستونزې داسې بیانوي:

"اوس‌مهال خلک د خپلو زیاترو ستونزو د هواري لپاره طالبانو ته مراجعه کوي، لکه د ځمکو د غضب قضیې او داسې نور.

"په‌دې ولسوالۍ کې اصلاً قضايي ادارې نه‌شته او نه هم د خلکو ستونزې حلېږي، د دوی ستونزې طالبان حلوي."

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو تر څنګ له دې وړاندې يو شمېر زندانیانو هم ویلي، که څه هم د دوی د حبس موده بشپړه شوې، خو مدافع وکیلانو ته د نه‌لاسرسي له امله په زندانونو کې پراته دي.

د ملي شورا يو شمېر غړو او مدني ټولنو هم د ځينو ولایتونو په عدلي او قضايي ادارو کې د ستونزو د موجودیت له امله اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې له همدې امله خلک په زیاترو مواردو کې اړ کېږي چې د خپلو قضیو لپاره وسله‌والو مخالفینو ته مراجعه وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د مدافع وکیلانو په ځانګړې توګه د ښځینه مدافع وکیلانو د کمښت په اړه د مدافع وکیلانو د ټولنې نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل، دغې ادارې په ټول هېواد کې عدالت ته د خلکو د لاسرسي لپاره يو لړ پروګرامونه پیل کړي دي.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، ازادي راډیو سره په مرکه کې

نوموړی وايي:

"د افغانستان لویې څارنوالۍ عدالت ته د خلکو د لاسرسي لپاره يو لړ پروګرامونه پيل کړي چې عملي پایلې یې هم لرلې دي، دا شان لویې څارنوالۍ د عدالت د ټینګښت لپاره د امنیتي بنسټونو او سیمه‌ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره په همغږۍ ځیني پروګرامونه پلي کړي، څو د هېواد په ټولو ولسوالیو او سیمو کې د څارنوالانو د حضور شاهدان واوسو."

ښاغلی رسولي دا شان وايي، د لويې څارنوالۍ په هڅو اوس په هغو ۵۰ ولسوالیو کې چې پخوا په‌کې څارنوالان نه‌وو، اوس څارنوالان په‌کې فعالیت لري.

راپور: محمد واصل وصال