داوودزی: کېدای شي د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې وغځېږي

ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه

که څه هم افغانان په هېواد کې د سولې راتګ ته هیله‌مند دي، خو تر دې دمه ظاهراً د دغې پروسې پېچلتیا نه‌ده هواره شوې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی وایي، احتمالاً چې د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې، نورو پړاوونو ته هم وغځېږي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو او رسنیو د ونډې په غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل، د دغه پروسې غځېدا پوښتنې پیدا کړې دي.

داوودزي زیاته کړه:

"پنځه پړاوه مذاکرات وشول، ښایي شپږم او اووم‌یې هم وشي، زه د یو افغان په توګه دا وایم چې باید ژر تر ژره دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي، دا نور مذاکرات ښه دي په هره کچه چې وي، خو دا ټولې خبرې باید اصلي خبرو سره مرسته وکړي، خو دا چې تر کومې کچې د دغو خبرو په اړه معلومات له خلکو سره شریک شوي، په‌دې اړه موږ هم پوښتنه لرو او تاسو هم."

ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی، ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

افغان چارواکي په‌داسې حال کې د سولې خبرو د اوږدېدو موضوع مطرح کوي چې مخکې له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د دې چانس شته چې طالبان او د افغانستان حکومت تر ولسمشرۍ انتخاباتو دمخه د سولې یوې موافقې ته ونه‌رسېږي.

خو ښاغلي خلیل‌زاد پرون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تمه لري چې د رأیو صندوقونو ته د افغانانو له ورتګ وړاندې افغان حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

خو تر دې دمه ظاهراً د سولې د پروسې پېچلتیا نه‌ده هواره شوې.

په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د سولې د خبرو پنځم پړاو پای ته ورسېد.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه کې په‌دې اړه لیکلي و، د ځینو مسایلو په اړه له طالبانو سره ګټور بحثونه شوي، خو یو شمېر نورې خبرې به د خبرو په بل پړاو کې مطرح شي.

له دې سره دلته د افغانستان د سولې په کور کې یو شمېر مدني فعالان راټول شوي او ټینګار کوي چې د سولې خبرې واحدې نه‌دي او تر ډېره د سیاسي او استخباراتي سیوري لاندې دي.

له ډلې یې رحیم جامي وايي:

"له کومې چې د سولې غږ پورته شوی، تر ډېره سیاسي، پروژه‌اي او اسخباراتي چال چلند په‌دغه پروسه کې مطرح وو او موږ په‌دې باور یو چې په هېڅ ډول دا چلند موږ تر سولې نه‌شي رسولی."

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم چې د جګړې ترخه‌یې څکلې وایي، د دوامدارې سولې غوښتونکي دي او افغانان باید یو بل ومني.

د امیر محمد په نوم یوه تن ازادي راډیو ته وویل:

"خدای، قران او پیغمبر سوله ویلې ده او موږ هم سوله وایو، ډېر وځورېدو، له جنګه ستړي یو، ږیره مو په جګړو کې سپینه شوه، ۴۰ کاله وشول چې جګړه روانه ده."

د اکبرالدین په نوم د کابل ښار بل اوسېدونکی بیا په‌دې نظر دی:

"که سوله نه‌وي، جګړه وي او انتحار او انفجار وي، موږ هېڅ هم نه‌شو کولای، کوم وضعیت چې ګورو ژاړو چې دا څه ډول ژوند دی؟ «بیایید صلح کنید، مانند ګلبدین حکمتیار که صلح کرد»."

ویل کېږي چې د قطر مرکز دوحه به په روانه میلادي میاشت کې د افغان سولې په اړه د څو مهمو ناستو کوربه وي چې لومړۍ غونډه به‌یې د ښاغلي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ ترسره شي.

همدارنګه ټاکل شوې چې د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ له رسمي خبرو وروسته به طالبان له افغان سیاستوالو سره د خبرو دوهم پړاو پیل کړي چې افغان حکومت ته هم په‌دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو اوس به ولیدل شي چې افغان حکومت په‌دې غونډه کې برخه اخلي او که‌نه؟

راپور: فېروزه عزیزي