په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیستل شو

ارشیف، په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو د یوه نندارتون انځور، د ۲۰۱۶ کال د مې ۵مه.

د افغانستان د سوداګرو او صنعتکارو ښځو له‌خوا نن په کابل کې د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون یوه تنظمیوونکي سید قسیم ازادي راډیو ته وویل چې دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د مینه‌والو پر مخ پرانیستی وي.

د نوموړي په خبره، په دغه نندارتون کې په ۲۰ غرفو کې د افغان ښځو له‌خوا بېلابېل لاسي صنایع چې د افغان ښځو خپل تولیدات دي، نندارې ته ايښودل شوي دي.

د یادونې ده چې افغان سوداګرو ښځو مخکې تر دې د دوی تولیداتو ته د لازمو بازارونو د نشتوالي له امله شکایت درلود او د بېلابېلو نندارتونونو جوړول‌یې په دې برخه کې مؤثر ګڼلي وو.