دفاع وزارت: افغان ځواکونو د بدخشان ارغنج‌خواه ولسوالۍ بېرته نیولې

ارشیف، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یو انځور

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د بدخشان ولایت ارغنج‌خواه ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده.

دفاع وزارت نن سهار په یوه خبرپانه کې وویل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي او مرکز او کلي یې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د قاري حلیم په نوم په ارغنج‌خواه ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي مشر په ګډون ټول ۱۴ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.