اوغلو: ترکیه له نیکلاس مادورو د ملاتړ ژمنه کوي

آرشیف/ د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، هېواد یې د ونزوئلا له ولسمشر نیکلاس مادورو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

اوغلو نن دا هم ویلي چې د امریکا په فشارونو سربېره له ونزوئلا سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

اوغلو نن دا خبره له خپل ونزوئلايي سیال جورج اریازا سره په یوه خبري کنفرانس کې په ترکیه کې وکړه.

ترکیه د روسیې، چین او کیوبا تر څنګ د نیکلاس مادورو په یوې تر ټولو سترې ملاتړې اوښتې ده.

متحده ایالاتو، د لاتینې امریکا ګڼو هېوادونو او اروپايي ټولنې د ونزوئلا د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو ملاتړ کړی.

ونزوئلا په تازه اقدام کې خوان ګوایدو له رسمي موقفونو محروم کړی، هغه څه چې یو ځل بیا یې تُند غبرګونونه پارولي دي.

خوان ګوایدو او لسګونه زره پلویانو یې د نیکلاس مادورو حکومت په فساد او درغلیو تورن کړی او ځان‌یې د ونزوئلا موقت جمهور رئیس اعلان کړی دی.