محمد نبي ته په هند کې د «لوبې بدلوونکي لوبغاړي» جایزه ورکړل شوه

ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی محمد نبي په ډاکه کې له بنګله‌دېشي لوبډلې سره د سیالۍ په حال کې. ۱ اکټوبر ۲۰۱۶

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمد نبي ته د هند په غوره‌لیګ کې پرون د لوبې بدلوونکي لوبغاړي اېوارډ ورکړل شو.

محمد نبي چې د هند د غوره‌لیګ په لوبو کې د سنرایزر حیدراباد په ټیم کې لوبېږي پرون څلور مهمې وېکټې واخیستې.

د حیدراباد لوبه له رویال چلنجرز بنګلور سره وه چې د محمد نبي او ځینو نورو بالرانو په توپ اچونې سره سیال بنګلور ټیم د ۲۳۱ منډو په پوره کولو کې پاتې راغی او ټول لوبغاړي یې په ۱۱۳ منډو اوټ شول.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د نړۍ لومړي مقام لرونکي افغان توپ اچوونکي راشد خان هم د راجستان د ټیم په وړاندې د حیدراباد د لوبې غوره لوبغاړی شو.

سږ کال د هند د کرکټ په غوره‌لیګ کې راشد خان او محمد نبي د حیدراباد په ګټه لوبېږي او مجیب‌الرحمن ځدراڼ د کېنګز پنجاب لپاره لوبه کوي.