د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره به پوره همکاري وکړي.
پهدې اړه پرون د یوې خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې قطر د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو سره همکاري کوي، څو افغانان ثبات، پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پهدې اعلامیه کې د افغانستان پر مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د شنبې ورځې بریدونه چې پهکې د هغه ځینو ساتونکو ته مرګژوبله اوښتې هم غندلي.
Statement: #Qatar Strongly Condemns Assassination Attempt Against Afghan Vice Presidenthttps://t.co/u88EKkKQGc#MOFAQatar pic.twitter.com/V2t7AocDEx
— MOFA - Qatar (@MofaQatar_EN) March 31, 2019
د قطر حکومت داسې وخت په افغانستان کې د سولې د تأمین او د امن په راتلو ټینګار کړی چې د دغه هېواد پلازمېنه دوحه دا میاشت د افغان سولې د دوو غونډو کوربه ده.
لومړۍ غونډه په نږدې ورځو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ ده او ورپسې به بیا یو شمېر افغان سیاستوال له طالب استازو سره د خپلو خبرو دوهم دور ترسره کړي.