د سعودي پاچا پر جولان لوړو د سوریې د حاکمیت زیانمنوونکی اقدام رد کړ

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز

تمه ده چې د عربي هېوادونو مشران به نن په سرمشریزه کې د امریکا د هغې پرېکړې په وړاندې په یوه خوله مخالفت څرګند کړي چې د جولان پر لوړو یې د اسرائیل حاکمیت په رسمیت پېژندلی دی.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز په تونس کې د عرب لیګ یا عربي ټولنې سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، سعودي عربستان مطلقاً هر هغه اقدام ردوي چې پر جولان لوړو د سوریې حاکمیت زیانمنوي او په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یوه فلسطیني دولت چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي، د جوړېدو ملاتړ کوي.

د دغې یوې ورځنۍ سرمشریزې د پای د اعلامیې په مسوده کې چې رسنیو ته یې کاپي رسېدلې، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پرېکړه باطله بلل شوې ده.

ټرمپ تېره اوونۍ د یوې اعلامیې په لاسلیک کولو سره د جولان لوړې د اسرائیل د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژندلې.

د ملګروملتونو امنیت شورا هم د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټرمپ دغه پرېکړه رد کړه او ویي ویل چې د جولان لوړې د سوریې اشغال شوې سیمې بولي.