کرنې وزارت په هرات کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې کړي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د کرنې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو برخمنې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ښځې چې په مستقیم ډول د انجیل ولسوالۍ د څارویو په مدیریت کې ښکېلې دي، د لبنیاتو د پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته دا خدمات ورسېدلي دي.

نوموړی وایي، د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ په دغه ولایت کې د شېدو د راټولولو یو مرکز هم جوړ شوی چې تجهیزات او وسایل یې د همدغې پروژې له درکه ورکړل شوي دي او ارزښت یې څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.