په غزني کې د وژل شویو زده کوونکو کورنۍ له حکومته عدالت غواړي

د غزني د نوح بابا د مکتب د وژل شویو شاګردانو انځور

د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه د شنبې په ورځ لسګونو کسانو د څلورو تنو ماشومانو مړي مرکز ته له ځان سره د احتجاج په توګه راوړي وو.

دغو کسانو د خاموش احتجاج په ډول دغه مړي د پوهنې ریاست مخې ته ایښي وو او د انصاف غوښتنه یې کوله.

دوی په جګړه کې پر ښکېلو لورو د ولسي خلکو د ژوند پر خونديتوب غږ وکړ.

د دوو تنو وژل شویو ماشومانو پلرونو په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وویل:

"پر هېڅ چا مو وس نه رسېږي، په جګړه کې تل موږ وژل کېږو، دغه د هوان مرمۍ د پوستې له لوري پر دغه ښوونځي توغول شوې دي."

د دغې سیمې یو ځوان انجنیر خالد بیا وايي، په دغه سیمه کې ولسي خلک له جګړو څخه سخت ستړي شوي او بیا بیا ولسي خلک وژل شوي دي.

ده وویل:

"کارونه، کښتونه، مکتبونه او هر څه ورڅخه پاتې دي."

که له یوي خوا د سیمې خلک د دغه هوان پړه د امنیتي سرتيرو پر غاړه وراچوي، خو د ولایت ویاند محمد عارف نوري بیا وايي، تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې دغه مرمۍ چا توغولې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري

دی زیاتوي:

"د پېښې د څېړلو په موخه یو هیئت ټاکل شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي د هوان مرمۍ لګېدلې وه چې څلور زده کوونکي په کې وژل شوي وو، دوه ښوونکي او ۱۵ زده کوونکي ټپیان وو.

دغه پېښه د کابل- کندهار پر لویه لار د ملانوح بابا په لېسه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې د دولتي چارواکو په خبره، د امنیتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ جګړ روانه وه.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر