د افغانستان پوهنې وزارت د غزني د ملا نوح بابا پر لېسه حمله په شدت وغندله.
د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه وکړه چې د معارف د کارکوونکو او زده کوونکو امنیت ته جدي پام وکړي.
هغې پرون د مارچ په دېرشمه د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ چې پوستې ښوونځیو ته له نږدې سیمو لېرې کړي.
نوریه نزهت وایي:
"دې مسئلې موږ سخت اندېښمن کړي یوو، موږ یې په شدت غندو، موږ بیا هم د جګړې له ټولو خواوو غواړو چې د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځیو امنیت په پام کې ونیسي."
نزهت وویل چې په افغانستان کې هره اوونۍ پر زده کوونکو او د معارف پر کارکونکو د حملو رپوټونه ور رسېږي.
هغې وویل چې د معارف کارکوونکي او زده کوونکي د جګړې او د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د فعالیت له امله تر جدي ګواښ لاندې دي.
د رپوټونو پر اساس، پرون سهار د اتو بجو په شااوخوا کې د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي راکټ ولګېد.
په دې حمله کې څلور زده کونکي وژل شوي او تر لسو زیات ښوونکي او زده کوونکي زخمیان دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې راکټ مخکې تر دې چې زده کوونکي ټولګیو ته ننوځي، د ښوونځي په انګړ کې لګېدلی و.
عارف نوري زیاته کړه:
"په شهیدانو او زخمیانو کې د مختلفو عمرونو او ټولګیو زده کوونکي دي."
نوري وویل، په دې اړه څېړنې کېږي چې راکټ له کوم لوري ورتوغول شوی و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې زده کوونکي او ښوونځي باید مصؤن وي.
UNAMA deeply concerned as initial findings indicate at least 4 boys killed, 14 more & 2 teachers injured by mortar hitting school in Andar, Ghazni. Parties urged to avoid engagement near schools. Children & schools must always be safe. #Afghanistan pic.twitter.com/V524a3HxUJ
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 30, 2019
په بیان کې ویل شوي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې باید ښوونځیو ته په نږدې سیمو کې له جګړې ډډه وکړي.
د غزني د والي دویاند په وینا، د ملا نوح بابا په لېسه کې تقریباً دوه زره زده کوونکي زده کړه کوي.
دا لېسه د هلکانو ده.
په اندړو کې د نجونو ښوونځي د عارف نوري په وینا، د زیاتو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.
عارف نوري وویل چې د ملا نوح بابا پر لېسه حمله له دوو اړخونو د اندېښنې وړ ده، ځکه هم د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي او هم له معارف سره د خلکو علاقه کموي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله، په افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې اصلاً درې اعشاریه اووه ميلیونه ماشومان ښوونځیو ته د تګ له امکانه محروم پاتې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په دې کې په سلو کې اویا نجونې دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د امنیت خرابوالی ښوونځیو ته د کوچنیانو د تګ تر ټولو ستر خنډ دی.