پاکستان کې له یو شمېر پاکستاني خبریالانو او ویب‌پاڼو لیکونکو څېړنې پیل شوي

د پاکستان بیرغ

پاکستاني چارواکي د هغو خبریالانو څخه پلټني کوي چې دغه هېواد ته د سعودي د ولیعهد د سفر پر مهال یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو د سعودي د وژل شوي خبریال جمال خاشقجې انځور خپور کړی و.

د مارچ پر ۱۳مه د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې د انټرنټي جرمونو له څانګې یو داسې پټ لیک خپور شوی چې ښیي له یو شمېر پاکستاني خبریالانو او ویب پاڼو لیکونکو څخه څېړنې پیل شوي دي.

وروسته له هغه چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فبرورۍ په ۱۷مه او ۱۸مه پاکستان ته په سفر تللی و، یو شمېر پاکستاني خبریالانو پر خپلو ټولنیزو رسنیو د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي انځور د اعتراض په توګه خپور کړ.

FIA یا د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې د انټرنټي جرمونو څانګې په دغه خپاره شوي پټ لیک کې راغلي چې د مطیع الله جان، مرتضی سولانګي، اعزاز سعید، عمار مسعود او عمر چیمه څخه دا مهال تحقیقات پیل شوي دي.

د FIA خپور شوی لیک

د تبعید شوي ویبلاګ لیکونکي احمد وقاص ګورایا او نورو څلورو اسلامپالو ډلو چې د سعودي عربستان مخالف دي، نومونه هم په دې لیک کې راغلي دي.

په لیک کې راغلي:

"دغو فعالانو د وژل شوي سعودي خبریال انځورونه پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي وو چې دې کار د ورغلي مېلمه شان ته د نه درناوي یو پیغام ورساوه."

د دغې ادارې یوې سرچینې د ازادي راډیو ګندهارا ویب پاڼي ته د دې لیک کره والی تأیید کړ.

د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې هم ویلي چې د پاکستان د فدرال تحقیقاتي ادارې د انټرنټي جرمونو له څانګې سرچینو دا لیک تأیید کړی دی.

په لیک کې دا کار پاکستان ته د محمد بن سلمان د سفر پر ضد یو هدفمند پلان ګڼل شوی چې په خبره یې ځینو فعالانو او ډلو د دې سفر تر وروستۍ ورځې پورې عملي کړ.

جمال خاشقجي چې د سعودي یو منتقد خبریال و، په تېر اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې دننه په مرموز ډول ووژل شو.

داسي ادعا کېږي چې دا خبریال د سعودي عربستان د ولیعد په سپارښتنه وژل شوی دی، خو ریاض دا ادعا ردوي.

مرتضی سولانګي یو له هغو خبریالانو دی چې د پاکستان د فدرال تحقیقاتې ادارې په لیک کې یې نوم یاد شوی دی.

نوموړي د ازادي راډیو ګندهارا ویب پاڼي ته په دې اړه کلک غبرګون ښودلی او دا اقدام یې نامعقول ګڼلی دی.

دی وایي، دغه تحقیقات د پاکستان د قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو پر خلاف او د بیان ازادۍ د ختمولو په معنا دی.

سولانګي زیاتوي، پاکستاني رسنۍ له وړاندې خاموشې کړای شوې وې او دا یوه نوې هڅه ده چې پاکستان د سعودي په رژیم پورې تړلی ښیي.

عمار مسعود یو بل پاکستانی خبریال دی چې په خپاره شوي لیک کې یې نوم شامل دی.

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"په پاکستان کې د بیان ازادي له رښتوني ګواښ سره مخامخ ده."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم دا اقدام غندلی دی.

د دغې کمېټې پر ټوېټر پاڼه راغلي چې د پاکستان فدرال تحقیقاتي اداره باید د ټولنیز رسنیو د پوسټونو له کبله د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی بند کړي.

دا کمېټه لیکي:

"آیا د حیرانتیا خبره ده چې ولې خبریالان د جمال خاشقجي بیرغ رپوي؟ هغه هم د دوی په څېر و او د خپل کار لپاره ووژل شو."

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر عمر واریاچ هم پر ټوېټر د خبریالانو پر وړاندي دا تحقیقات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

په لیک کې بل شامل ویبلاګ لیکونکی احمد وقاص ګورایا چې دا مهال په هالنډ کې اوسېږي، ویلي چې دی به خپل کمپاین ته دوام ورکوي.

هغه د پاکستان فدرال تحقیقاتي ادارې ته په یوه پیغام کې لیکي:

"زه یو پاکستانی وګړی یم او د ډموکراسۍ او په دې هېواد کې د قانون پلي کېدو لپاره مبارزه کوم، موږ یو داسې پاکستان غواړو چې وېره او ترور پکې نه وي او ټول وګړي یې مساوي وي."

د بې پولې خبریالانو په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شو، راغلي چې پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو څخه چې د بیان ازادي پکې پلې کېږي، په ۱۳۹م کتار کې راځي.

د دې هېواد خبریالان او فعالان د سانسور څخه شکایت لري او پوځي چارواکي یې د رسنیو د کنټرول په لټه کې دي.