د مخابراتو وزارت یو شمېر ناراجسټر سیم کارتونه ټول کړل

د مخابراتو وزارت ودانۍ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د مخابراتي شرکتونو زرګونه ناراجسټر سیم کارتونه یې راټول کړي دي.

د دې وزارت ویاند سایر ځلاند ازادي راډیو ته وویل چې دا سیم کارتونه پرون د یوه کمپاین په ترڅ کې راټول شول.

ده وویل:

"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په خپله په کابل کې په دې کمپاين کې برخه واخیسته، د زرګونه ناراجسټر سیم کارتونو د راټولولو ترڅنګ یې د فروشاتو اړوندو دفترونو ته توصیه وکړه چې د دې ډول سیم کارتونو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي."

ښاغلي ځلاند زیاته کړه چې د دې کمپاین په ترڅ کې د کابل په ده افغانان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت دفتر د دې ډول سیم کارتونو د خرڅلاو له کبله وتړل شو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په بېلابېلو ولایاتو کې هم د ناراجسټر سیم کارتونو د راټولولو کمپاین پیل شوی دی.