پاکستان د کشمیر د پېښې په اړه د هند اسناد رد کړل

د هند او پاکستان بیرغونه

پاکستان هغه اسناد رد کړل چې هند ورته د کشمیر په وروستۍ ځان‌ وژونکې حمله کې په پاکستان کې د مېشتو سخت دریځو د لاس لرلو په اړه سپارلي دي.

اسلام‌اباد نن وویل، دا اسناد او شواهد بې‌اساسه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هند ورته په‌دې اسنادو کې د ۹۰ اشخاصو او ۲۲ موقعیتونو لېست سپارلی چې هند ادعا کوي له فعالیته د منع شویو سخت دریځو ډلو غړي او د هغوی د روزنې کمپونه دي.

پاکستان وايي، له دې جملې څخه‌يې ۵۴ کسان نیولي او له هغوی نه په شویو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې دا کسان په کشمیر کې له وروستي ځانمرګي برید سره کوم تړاو نه‌لري.

دغه‌راز د پاکستاني چارواکو په وینا هغه ۲۲ موقعیتونه چې هند ورته په نښه کړي هېڅ یو يې د وسله‌والو د روزنې کمپ نه‌دی.

د فبرورۍ پر ۱۴مه نېټه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې تر ځان‌وژونکي برید وروسته چې ۴۴ هندي سرتېري يې ووژل او په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې يې پړه پر غاړه واخیسته، د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ روابط ترینګلي شول، دواړو هېوادونو پر یو بل هوايي بریدونه وکړل او په کشمیر کې يې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې څو ځله ډزې تبادله کړې.