د نندارتونونو له لارې د ۱۰۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت محصولات پلورل شوي

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د پسرلنیو نندارتونونو له درکه د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي او په‌دې برخه کې قراردادونه ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د کابل په بادام باغ کې د پنځه ورځني نندارتون په پای کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي او د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا له متشبثینو او صنعت‌کارانو سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نوموړي په خبره، په‌دغه پسرلني نندارتون کې چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل میاشتې په دوهمه نېټه جوړ شوی وو، افغاني کرنیز محصولات، د ښځو لاسي صنایع، وچې او تازه مېوې، زعفران او ګڼ نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.