د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د روسیې، ایران او ځينو عربي هېوادونو غبرګون!

ارشیف/ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

روسیې، ایران او یو شمېر عربي هېوادونو د امریکا د ولسمشر هغه پرېکړه غیر قانوني بللې چې د اسرائیل له‌خوا د سوریې لاندې کړې د جولان لوړې یې د اسرائیل د قلمرو په توګه په رسمیت پېژندلي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه پرېکړه روسیې، ایران او په منځني ختیځ کې د امریکا څلورو ملاتړو عربي هېوادونو له نړیوال قانونه سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ښایي سیمه ورسره لا بې‌ثباته شي.

د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف وویل، په دې کې شک نه‌شته چې دغه پرېکړه به په تېره بیا د منځني ختیځ د لانجې د هواري او هم په ټوله کې د سوریې د سیاسي حل لارې پر فضا منفي اغېز وکړي.

د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف

​پسکوف وویل، ولسمشر پوتین به پر دې موضوع له خپل ساري د لبنان له ولسمشر میشل عون سره چې سې شنبه په کرملېن کې ګوري، خبرې وکړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه د یوې اعلامیې په لاسلیک کولو سره د جولان لوړې چې اسرائیلي ځواکونو په ۱۹۶۷ کال په ۶ ورځنۍ جګړه کې له سوریې لاندې کړې، د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت وپېژندلې.

اسرائیل وروسته په ۱۹۸۱ کال دا سیمه له خپلې خاورې سره ملحق کړه چې د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالو تر اوسه هغه د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت نه‌وه پېژندلې.

ټرمپ تر دې مخکې تېر کال بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلې و چې د فلسطینیانو او عربانو په ګډون‌یې د نړیوالو قهر او غصه راپارولې وه.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د دې هېواد د ولسمشر حسن روحاني له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، هېڅ‌څوک د دې تصور نه‌شي کولای چې په امریکا کې دې داسې یو کس رامخې ته شي چې د یوه بل هېواد خاوره یوه بل اشغالګر هېواد ته ورکړي.

روحاني ویلي چې دغه اقدام په دې پېړۍ کې ساری نه‌لري.

څلورو عربي هېوادونو سعودي عربستان، بحرین، قطر او کوېټ چې څلور واړه په سیمه کې د واشنګټن نږدې متحدین دي او په خپلو خاورو کې یې امریکایي ځواکونو ته ځای ورکړی، د امریکا دغه اقدام غندلی دی.

سعودي عربستان په هغه بیان کې د دې هېواد دولتي خبري اژانس «SPA» نن خپور کړی، د امریکایي ادارې له‌خوا دغه اعلان رد او هغه غندلی دی.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د امریکا دغه اقدام به په منځني ختیځ کې د سولې، امنیت او ثبات پر روانو هڅو ډېر منفي اغېز وکړي.

کوېټ پر دغه اقدام پر نارضایتۍ سربېره هغه خواشینوونکی بللی او بحرین بیا ویلي چې د جولان لوړې اشغال شوې د سوریې خاوره بولي.

قطر هم له اسرائیله غوښتي چې د جولان د لوړو اشغال دې پای ته ورسوي او نړیوال پرېکړه لیکونه دې عملي کړي.

د سوریې د دولتي خبري اژانس سانا د راپور له مخې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت چې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې له یاغي وسله‌والو او سخت دریځو سره په جګړه کې ښکېل دی، د امریکا دغه اقدام د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت بربنډ تېری بللی دی.

د راپور له مخې، زرګونه کسان د سوریې په څو ښارونو کې واټونو ته راوتلي وو او د ټرمپ د دغې پرېکړې په وړاندې یې اعتراض څرګند کړ.

یوازنی هېواد چې د واشنګټن دغه پرېکړه‌یې ستایلې، اسرائیل دی چې له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې د جولان پر لوړو کنټرول لري.