روسيې، ایران او د امریکا د نږدې متحد سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت په رسمیت پېژندلو په اړه د ډونالد ټرمپ د ملاتړ غندنه کړې ده.
دغو هېوادونو ویلي دي چې د اسرائیل له دې پلانه د امریکا د ولسمشر ملاتړ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا پرېکړه به د سیمې ثبات زیانمن کړي.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل، دا پرېکړه به بې له شکه منفي پایلې ولري او په سوریه کې به د سولې د موافقې فضا خرابه کړي.
پسکوف وویل، ولسمشر ولاديمیر پوتین به دا موضوع د لبنان له ولسمشر میشل عون سره چې په نږدې ورځو کې مسکو ته سفر لري، مطرح کړي.
سعودي عربستان په یوه بیان کې د جولان پر لوړو د اسرائیل له حاکمیته د امریکا د ملاتړ په اړه خپل جدي مخالفت ښودلی دی.
اسرائیلو د جولان لوړې د ۱۹۶۷ میلادي کال په ۶ ورځنۍ جګړه کې اشغال کړې.