د پاکستان صدراعظم: "مؤقته اداره" د افغانستان د ستونزو د هواري یوازنۍ لار ده

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د مؤقتې ادارې د رامنځه کېدو وړاندیز پرون دوشنبه په اسلام‌اباد کې په خپل دفتر کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وکړ.

عمران خان وویل، په افغانستان کې د سولې روانو خبرو ته په پام سره چې د ده په وینا ظاهراً د افغانستان د حکومت د دریځ له وجې په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوي، د مؤقتې ادارې رامنځته کول د ستونزو د هواري یوازنۍ لاره ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټلوېزیون په پرده د وینا په حال کې

عمران خان وویل، افغان حکومت په‌دې دریځ سره چې طالبان باید ورسره مخامخ خبرې وکړي، دغه پروسه له خنډ سره مخامخ کړې ده.

د عمران خان دغه څرګندونې پاکستانۍ اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې را اخیستې دي.

د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د مؤقتې ادارې د رامنځه کېدو وړاندیز کړی.

عمران خان وویل، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هلته بریالۍ کېدای شي چې یوه مؤقته اداره جوړه شي چې هغه به ازاد او شفاف انتخابات چې د افغانستان په سیاست کې ټول مهم لوبغاړي به په‌کې ګډون کوي، ترسره کوي.

هغه په‌دې اړه چې:

  • د داسې مؤقتې ادارې رامنځته کول به څومره وخت نیسي؟
  • او هغه به بیا کله انتخابات ترسره کوي، په‌دې اړه دی څه نه‌شي ویلی.

د پاکستان صدراعظم دغه‌راز تأیید کړه چې د طالبانو له مشرانو سره‌یې ټاکل شوې غونډه په‌دې خاطر لغوه کړه چې د افغانستان حکومت ورسره مخالفت کړی و.

دغه غونډه په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکایي پلاوي ترمنځ د پنځم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د تېر کال د حوت میاشتې په لومړیو کې پلان شوې وه.

د پاکستان صدراعظم د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د پاکستان رول ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې په‌دې پروسه کې پاکستان مهم رول لوبولی او واشنګټن هم دا مسئله تأیید کړې ده.

د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د خبرو پنځم پړاو د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه پای ته ورسېد.

دواړو لورو په‌دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو تر اوسه پر دوو مسایلو:

  • له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو.
  • او دا چې د افغانستان له خاورې به بیا پر امریکا او نورې نړۍ د ترهګرۍ د بریدونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي، نهایي موافقه نه‌ده شوې.

که څه هم د دې خبرو ډېر جزئیات له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي، خو ځیني وختونه له مختلفو سرچینو د مؤقت حکومت مسئله چې د پاکستان صدراعظم‌یې په ښکاره خبره کړې، مطرح کړې چې وروسته دواړو لورو هغه رد کړې ده.

  • ایران

له دې مخکې ایران د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه ویلي و، ایران چې د افغانستان په لانجه کې یو بل ښکېل مهم لوبغاړی دی او په‌دې وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي، په‌دې وروستیو کې ویلي چې له طالبانو پرته افغانستان راتلونکی نه‌لري.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د تېر ۱۳۹۷ کال د جدي د میاشتې په وروستیو کې له نوې ډېلي څخه د کتنې پر مهال کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ښاغلي ظریف ویلي و چې د ده په باور دا به ناممکنه وي چې افغانستان طالبانو ته له رول ورکولو پرته راتلونکې ولري، خو هغه دا هم ویلي و چې د دې هېواد په راتلونکي نظام کې د طالبانو ونډه باید حاکمه نه‌وي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په وړاندې افغانستان سخت عکس‌العمل وښود او هغه‌یې د دې هېواد په کورنیو چارو کې بربنډه مداخله وبلله.

تر ټولو تُند عکس‌العمل د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وښود او په خپله فېس‌بوک پاڼه کې یې لیکلي و چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د ویاند په توګه عمل کوي.

ښاغلي مرتضوي وویل، ایران چې په خپله له کلونو راهیسې په کور دننه له سیاسي لانجو سره مخامخ دی، ولې د دغو لانجو د هواري لپاره په خپله د خبرو اترو لار نه‌نیسي.

  • اروپايي ټولنه بیا پر انتخاباتو تأکید کوي

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره په افغانستان کې پر انتخاباتو تأکید کوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني کابل ته تلو مخکې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او ثبات پر مسئلې خبرې وکړې.

پاکستاني رسنیو ویلي چې فدریکا موګرېني په‌دې هڅو کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.

مېرمن موګرېني نن په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې بیا د افغانستان اوسنی وضعیت حساس وباله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو یې ټینګار وکړ.

هغې وویل، له انتخاباتو پرته خبرې اترې نه‌شي ترسره کېدای.

موګرېني یو ځل بیا د انتخاباتو له پروسې د اروپایي اتحادیې پر ملاتړ تأکید وکړ.

اروپایي اتحادیه د افغانستان د انتخاباتو د بهیر یوه ستره مالي تمویلوونکې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني او افغان ولسمشر غني

اروپایي اتحادیه هم د افغانستان د سولې په پروسه کې په یو ډول ښکېله ده.

د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي تېره اوونۍ په واشنګټن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره کتلي و.

پر هغه سربېره د افغانستان لپاره د روسیې او چین ځانګړو استازو هم د واشنګټن په غونډه کې په‌دې هدف ګډون کړی و چې د طالبانو له استازو سره د امریکایي پلاوي په ترسره شویو خبرو کې پرمختګونه ورسره شریک شي.

ځینو رسنیو له طالبانو سره د سولې د یوې نهایي موافقې په صورت کې د اروپایي اتحادیې نوم د دغې موافقې د نړیوال تضمینوونکي په توګه اخیستی دی.

  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې پروسه ډېره مهمه ده
په دې اړه نور: رباني: د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه ده

په عین کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو هدف دا نه‌دی چې د طالبانو رژیم بیا په افغانستان کې واکمن شي.

ښاغلي رباني دغه څرګندونې له جرمنۍ بېلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن سې شنبې خپره شوې، کړې دي.

رباني د سولې پروسه ډېره مهمه وبلله او یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د حقونو خوندي کېدل د افغانستان د حکومت لپاره مطلقاً سره کرښه ده.