رباني: د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه د افغان حکومت لپاره قطعي سره کرښه ده.

صلاح‌الدین رباني پرون د بیلډ «Bild» په نوم جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په قطر کې د سولې د روانو خبرو کلک ملاتړ وکړ او ویې‌ویل، د افغانستان د روان کړکېچ د حل یوازنۍ لاره خبرې دي، خو هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې به د نجونو پر تعلیم هېڅ راز محدودیت ته اجازه ورنه‌کړل شي.

رباني ټینګار وکړ چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید قرباني نه‌شي.

وروسته له دې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې پیل شوې، افغان حکومت په پرله‌پسې ډول له دې کبله نارضایتي ښودلې چې په‌دې خبرو کې څنډې ته پاتې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رباني په ډاګه کړه چې د سولې خبرې طالبانو ته د تسلیمۍ او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د بیا ټینګولو په معنی نه‌ده.