د کندز زده‌کوونکي: د جګړې ښکېلې خواوې دې زموږ پر ښوونځیو بریدونه نه‌کوي

د کندز د شېرخان د لیسې زده کوونکي

په کندز کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره په‌دې ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکي د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې د مسلحانه تحرکاتو پر مهال دې د دوی پر ښوونځیو بریدونه نه‌کوي.

د کندز د شیر خان لېسې د ۷م‌ ټولګي زده‌کوونکي ادریس حیدري ازادي راډیو ته وویل:

"موږ دلته درس وایو، له ټولو هغو پلرونو څخه هیله کوو چې خپل بچیان په ښوونځیو کې شامل کړي."

دوی دغه‌راز د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي، څو دوی روان تعلیمي کال په ارامه فضا کې پای ته ورسوي.

د شیر خان لېسې د ۸م ټولګي یو تن زده‌کوونکي مزمل فضلي په‌دې اړه وویل:

"موږ له امنیتي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې امنیت تأمین کړي، څو موږ په ارامه فضا کې خپل درسونه ووایو او په راتلونکي کې د خپل هېواد لپاره خدمت وکړو."

له دې سره سم په‌دې ولایت کې د زده‌کوونکو کورنۍ هم هیله‎مندې دي چې په روان کال کې د جګړو شاهد ونه‌اوسي، څو اولادونه‌یې په ارامه فضا کې زده‌کړې وکړي.

په ورته وخت کې د کندز د پوهنې ریاست رئیس نجیب‌الرحمان ثاقب وايي چې په‌دې ولایت کې د ټولو ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ خلاصې دي او دغه‌راز د مسلکي ښوونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی.

د کندز د پوهنې ریاست رئیس نجیب‌الرحمان ثاقب

نوموړي زیاته کړه:

"په نوي تعلیمي کال کې موږ د معارف کیفیت ته لومړیتوب ورکړی او یو اندازه ستونزې شته، خو له اړوند ادارو غواړو چې د ستونزو د لیرې کولو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي."

بل‌خوا د کندز د والي مرستیال حشمت‌الله رحیمي عرضبیګي د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې سیمه‌ییز حکومت د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه نه‌کوي.

نوموړی وايي:

"خلک باید د پوهنې ریاست سره د ستونزو هوارولو په برخه کې مرسته وکړي او خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي او دغه‌راز پر ښوونکو هم غږ کوم چې د زده‌کوونکو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي."

په کندز کې په‌داسې حال کې نوی تعلیمي کال پیلېږي چې لاهم په‌دې ولایت کې په لسګونه ښوونځي د وسله‌والو طالبانو د ادارې لاندې دي او خپل تعلیمي نصاب په‌کې پلی کوي او دغه ډله د خپل تر واک لاندې سیمو کې نجونو ته له ۶ ټولګي پورته د زده‌کړې اجازه هم نه‌ورکوي.

خو بیا د کندز د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې دا مهال په‌دې ولایت کې د زده‌کوونکو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه‌شته.

راپور: اجمل ارین