مايار: د دولت وسله‌والو مخالفانو د کور په کور واکسين مخه نيولې

په پکتیا ولایت کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق یو انځور

د روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغي لا هم يوه خطرناکه ناروغي ګڼل کېږي.

د نړۍ پېژندل شوي ميليونر او بشرپال بېل ګېټس د دوشنبې په ورځ په يوه مرکه کې وويل، په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين د کمپاين په وړاندې لوى خنډ وسله‌وال طالبان او روانه جګړه ده.

صالح محمد صالح په دې اړه د روغتيا وزارت له وياند ډاکتر وحيد مايار سره مرکه کړې ده.

د مرکې په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې چې د دولت وسله‌وال مخالفان او جګړې څومره د ګوزڼ ضد واکسين مخه نيولې ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي مایار سره مرکه