په کندز کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې فرهنګ وده کړې

په کندز کې د ګلانو د روزنې فرهنګ وده کړې

چارواکي وايي چې په‌دې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا مهال په‌دې ولایت کې په سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي.

په کندز کې د چاپېریال ساتنې د ادارې رئیس صدرالدین سیاح ازادي راډيو ته وویل:

"په کندز کې د ګلانو د روزنې فرهنګ بې‌سارې وده کړې او خلک‌یې په خورا شوق سره پېري، ځکه د ګلانو روزنه چاپېریال ته ښکلا وربخښي."

په ورته وخت کې د دې ولایت د ګلفروشۍ په بازار کې د ګلانو یو شمېر پلورونکي هم وايي چې په‌دې وروستیو کلونو کې په‌دې ولایت کې د ګلانو د روزنې مينه‌وال زیات شوي دي.

په کندز کې دا مهال سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي او له همدې لارې د خپل د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په‌دې ولایت کې د ګلانو د یوې ګلخانې مشر سید عبدالرحمان وايي چې اوس‌مهال په کندز کې لسګونه ډوله ګلان روزل کېږي چې ځیني له اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه راوړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې هره ورځ د کندز د ګلفروشۍ بازار ته په سلګونه کسان راځي او د خپل د خوښې ګلان اخلي او دغه خلک وايي چې د ګلانو روزنه د چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا سربېره د انسان صحت ته هم ګټه رسوي.

د معلوماتو پر بنسټ چې د ګلانو روزنه او ساتنه او دغه‌راز هر ورځ ګلانو ته کتل د انسان عصبي فشار او غصه کموي او تر څنګ‌یې د انسانانو روح او روان تازه کوي او مثبته انرژي ورکوي.

راپور: اجمل ارین