د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن امریکا ته ځي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن امریکا ته ځي، څو د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

نتانیاهو داسې وخت دا سفر کوي چې دوه اوونۍ د اسرائیل تر ټاکنو وخت شته.

د نتانیاهو دا سفر وروسته له هغه هم پلان شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولان په لوړو د اسرائیل د حاکمیت د رسمي پېژندنې خبره وکړه.

ویل کېږي چې د ټرمپ او نتانیاهو د نن ناوخته لیدنه به د هغه پټ راپور تر سیوري لاندې راشي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه خپرېږي.

خو نتانیاهو چې په خپل هېواد کې دننه د فساد له درېیو تورونو سره مخ دی له ټرمپ سره د دې لیدنې په مټ به اسرائیلیانو ته وښيي چې له ټرمپ سره د ده اړیکه له امریکا سره د اسرائیلو د یوه رهبر تر ټولو غښتلې اړیکه ده.