د پسرلنیو نندارتونونو له درکه سلګونه زره افغانۍ عاید تر لاسه شوی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د پسرلنیو نندارتونونو له درکه سلګونه زره افغانۍ عاید او ژمنې تر لاسه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنیزو او صنعتي محصولاتو په نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري افغان متشبثو او سوداګرو تړونونه او ژمنې تر لاسه کړي دي.

د ښاغلي رستمي په خبره، په کابل کې د بادام باغ پسرلنی نندارتون چې د حمل د میاشتې په دوهمه نېټه پرانیستل شوی، د پنځو ورځو لپاره دوام لري.

دغه وزارت وایي چې د حمل د میاشتې تر لسمې به د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ شي.