د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا ستاینه کړې چې وايي، متحدایالات باید د جولان لوړې د اسرائیلو د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژني.
ښاغلي نتانیاهو پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، پهداسې حال کې چې ایران د اسرائیلو د له منځه وړلو لپاره د سوریې له خاورې کار اخلي ولسمشر ټرمپ په ډېر جرأت د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت پېژني.
הנשיא טראמפ עשה היסטוריה והכיר בריבונות ישראל על הגולן. תודה לך הנשיא טראמפ. תודה לך אמריקה! pic.twitter.com/N2DTGmUvtg
— Benjamin Netanyahu (@netanyahu) March 21, 2019
په همدې حال کې د اسرائیلو د صدراعظم دفتر وايي چې نتانیاهو پرون له ښاغلي ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې، شخصاً یې له هغه د دې پرېکړې له کبله مننه وکړه او ورته ویې ویل چې ته تاریخ جوړوونکی یې.
הערב בשיחת הטלפון עם ידידי הנשיא טראמפ. הנשיא טראמפ עשה היסטוריה והכיר בריבונות ישראל על הגולן. אין לנו חבר טוב ממנו! pic.twitter.com/iGmMAhXV6d
— Benjamin Netanyahu (@netanyahu) March 21, 2019
ولسمشر ټرمپ پرون پنجشنبې د وري په لومړۍ نېټه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، هغه وخت را رسېدلی چې امریکا د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني.
ښاغلی ټرمپ لیکي، د جولان لوړې د اسرائیلو د دولت او د سیمې د ثبات لپاره له ستراتیژیک او امنیتي پلوه مهمه او حساسه سیمه ده.
After 52 years it is time for the United States to fully recognize Israel’s Sovereignty over the Golan Heights, which is of critical strategic and security importance to the State of Israel and Regional Stability!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) March 21, 2019
ټاکل شوې چې د اسرائیلو صدراعظم راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.
د جولان لوړې چې مساحت یې ۱۸۰۰ کیلومتر مربع دی، اسرائیلو په ۱۹۶۷میلادي کال کې د یوې شپږ ورځنۍ جګړې په پای کې له سوریې څخه ونیوله.
اسرائیلو د دې سیمې له اشغال وروسته په ۱۹۸۱میلادي کال کې هلته خپل قوانین هم نافذ کړل او عملاً یې د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوله، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه دا اقدام په رسمیت نهدی پېژندلی.
اسرائیلو د ۱۹۶۷ میلادي کال په جګړه کې ختیځ بیت المقدس هم ونیوه او دا ښار یې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ په داسې حال کې چې فلسطینیان غواړي ختیځ بیت المقدس د دوی د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیتالمقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژند او حکم یې وکړ چې امریکا خپل سفارت له تل ابیبه دې ښار ته ولېږدوي.