امریکا: د ترکیې په جنوب ختیځ کې ۵.۷ درجې زلزله شوې

په ډنیزلي کې د زلزلې له امله نړېدلې ودانۍ

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې ۵.۷ درجې زلزله شوې ده.

په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې ویلي چې د زلزلې دوه ټکانونه احساس شوي دي.

د ترکیې د ډنیزلي سیمې والي حسن کرهان وویل چې د ودانیو د نړېدو له امله خلک ژوبل شوي او ډېرو کسانو چې ځانونه‌یې له برنډو لاندې غورځولي، زخمیان شوي دي.

د زلزلې له امله ځیني کورونه تخریب شوي هم دي.