غني: پوهنې وزارت او ښاروالۍ دې د ښوونځیو زرغونولو لپاره کار وکړي

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په مناسبت په وینا کې د پوهنې له وزارته او ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د زرغونولو لپاره کار وکړي.

غني چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په ګډون یو شمېر لوړ رتبه دولتي چارواکي ورسره وو، وویل چې سږ کال داسې باران او دومره واوره شوې چې په تېرو پنځو کلونو کې ساری نه‌لري.

هغه وویل چې دا به د وچکالۍ له کمولو سره مرسته وکړي او په افغانستان کې به د دوه فیصده اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.