خليل‌زاد وايي د افغانستان د سولې پروسه له پېچلتياوو ډکه ده

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد وايي، د افغانستان د سولې پروسه له کړاوونو ډکه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد وايي، د افغانستان د سولې پروسه له پېچلتياوو ډکه ده.

ښاغلي خليل‌زاد تېره شپه په ټویټر کې ليکلي چې پرون‌يې د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفيرې رويا رحماني سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې وکړې.

ښاغلي خليل‌زاد د سولې پروسې ته په اشاره يادونه کړې، دغه لار چې ورباندې قدم اخلو، نه مستقيمه ده او نه هم اسانه.

په قطر کې د زلمي خليل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو ١٦ ورځې دوام وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې نن چهارشنبه په دوه ورځني سفر واشنګټن ته ځي او له امريکايي لوري سره به د طالبانو له استازو سره په وروستیو خبرو کې چې د قطر په پلازمېنه کې ترسره شوي، د ممکنه پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تور ولګاوه چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو برعکس د افغان حکومت مشروعیت اخلي.