د هند او پاکستان د ځواکونو په تازه نښته کې یو هندی سرتېری وژل شوی

ارشیف، هندي سرتېري

د هند پوځ وایي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پرون دوشنبه د پاکستانیو سرحدي ځواکونو د ډزو په یوې نوې پېښه کې یو هندی سرتېری مړ او درې نور سخت ټپیان شول.

دغه پېښه د کنټرول کرښې ته نږدې د راجوري سیمې په سوندیرباني برخه کې شوې ده.

هندي پوځي چارواکو وویل چې ځواکونو یې د پاکستاني سرتېرو ډزو ته متقابل ځواب ورکړ او نښتو شااوخوا دوه ساعته دوام وکړ.

له هغې را وروسته چې تېره میاشت د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کې په یوه خونړۍ حمله کې شااوخوا ۴۰ هندي سرتېري ووژل شول او مسؤلیت یې پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې اخیستی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې له اوربنده د دواړو لورو له خوا د څو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.