سرور دانش: د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل دی

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په يوه ټولنه کې د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل وبلله.

سرور دانش نن په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل:

"که په يوه ټولنه کې د بيان ازادي حاکمه وي، دا د دې نښه ده چې په هغه هېواد کې بشري حقونه هم رعايت کېږي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ازادي هم په‌کې شته."

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نى عمومي مشر مجيب خلوتګر پرون ازادي راډيو ته وويل، دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې تر درېيو مياشتو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي وژل شوي دي.

د حکومت کابينې روان کال د کب یا حوت په ١٤مه په خپله غونډه کې د کب ٢٧مه د خبريالانو د ورځې په نوم ونوموله.

د دې تصميم هدف د خبريالانو د هڅو او قربانيو ستاینه ښوول شوې ده.