مسؤلان: الو وېرا او اينجه د کوکنارو بديلې لارې دي

د الو وېرا بوټی

د هلمند د کرنې ریاست مسؤلان وايي، ګڼ داسې بوټي يې تجربه کړي چې په دودولو سره به‌يې د کوکنارو د کښت مخنيوى وشي.

د کرنې رئيس زلمي الکو ازادي راډیو ته وویل، د اينجه او الو وېرا بوټو تجربې ښودلې چې د هلمند په ځمکو کې ښه وده کوي.

ده زیاته کړه:

"خپله الو وېرا د کوکنارو ښه بديل دى، هم غوره کورنى او نړيوال مارکېټ لري، الو وېرا او اينجه د کوکنارو بديلې لارې دي، دا مو سنجولې چې د کوکنارو مخنيوى وکړو."

د کرنې رئيس وايي، کروندګرو ته د دغو بوټو په اړه عامه پوهاوى او دوى ته د دغو بوټو ورکول پيل شوي دي.

هلمند د افغانستان له هغو ولايتونو دى چې د نړۍ په سطحه زيات کوکنار په‌کې کرل کېږي.

خو ويل شوي چې وچکالۍ او اقليمي بدلون تر يوه حده د کوکنارو د کښتونو اندازه کمه کړې ده.