افغان صرافان د مهسا د قاتلینو د اعدام غوښتونکي شول

په کابل کې د شهزاده سرای یو انځور

د افغانستان صرافان د وروستیو جنايي پېښو په ځانګړې توګه، د یوه صراف د لور مهسا د قتل په غبرګون کې مظاهره او د اختطافچیانو د اعدام غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان صرافان وروستیو جنايي پېښو په ځانګړې توګه د صرافانو او د دوی د کورنیو د غړو د اختطاف په اړه اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي پام وکړي.

دوی د شنبې په ورځ د یوه صراف د لور مهسا د قتل په غبرګون کاري اعتصاب وکړ او د عدالت غوښتنونکي شول.

د افغانستان د صرافانو د ټولنې رئیس حاجي میر افغان صافي ازادي راډيو ته وویل چې دوی په کابل ښار کې د یو صراف د ماشومې لور مهسا قتل سخت اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې دغه قاتلین دې ژر اعدام کړي.

ده وویل:

"زموږ د نن ورځې د اعتراض هدف په ټول افغانستان کې د مجرمینو او اختطاف چیانو چې په دې وروستیو کې یې مهسا په شهادت رسولې، د اعدام غوښتنه کوو او هغه قاتلین چې صرافان یې وژلي او اوس په زندانونو کې دي، دوی ته هم عاجل اعدام غواړو."

ښاغلی صافی وايي چې له تېرو درې میاشتو راهیسې په افغانستان کې اختطافونه زیات شوي چې یوازې د صرافانو د اختطاف لس قضیې لرو.

دا په داسې څال کې ده چې په دې وروستیو کې دوو تنو اختطاف چیانو په کابل ښار کې د یو صراف ماشومه لور مهسا د پیسو لپاره اختطاف کړه او وروسته یې ووژله.

د مهسا وژونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول او په خپل جرم یې اعتراف وکړ چې مهسا یې د پیسو لپاره اختطاف کړې او وروسته یې وژلې ده.

له دې مخکې د یو ملي سوداګر زوی اباسین ځاځی د کابل په کارته نو سیمه کې اختطاف شوی و چې وروسته اختطاف کوونکو په بې رحمۍ سره وژلی و.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مهسا دوسیه یې بشپړه کړې او په عین حال کې د صرافانو او سوداګرو د ښه امنیت د خوندیتوب په هدف د لا هڅو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وویل:

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

"د مهسا دوسیه نهايي شوې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي، د کورنیو چارو وزارت د صرافانو د امنیت په برخه کې ټولو اړوندو کشفي، عملیاتي او استخباراتي ارګانونو ته جدي هدایت ورکړی، هغه شمېر اختطاف چیان چې د قانون له منګلو څخه اوس هم لېرې دي، هغوی ژر ونیسي او قانون ته یې وسپاري."

ښاغلی رحیمي وایي، د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو صرافانو ته چې په شرایطو برابر وي، د دوی د خوندیتوب لپاره د وسلو جوازونه توزیع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د صرافانو د ټولنې رئیس وايي، که حکومت د دوی امنیت ته جدي پام ونه کړي او ستونزې حل نه کړي، صرافان به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي او اړ به شي چې خپلې پانګې له افغانستانه وباسي، څو له خپلو کورنیو سره چېرې بل ځای په امن کې ژوند وکړي.

راپور: رحمت الله افغان