نن په ټول افغانستان کې د پیسو د بدلولو او حوالو مارکېټونه بند دي

ارشیف

نن د ټول افغانستان په کچه د پیسو د بدلولو او حوالو مارکېټونه او سرایونه بند دي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ویاند او پخوانی مشر حاجي ځیرک نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اعتراض په ډول د ټول هېواد په کچه مارکېټونه ځکه تړلي چې سوداګرو او صرافانو ته په دې وروستیو کې په بې ساري ډول ګواښونه متوجې دي او نشي کولای چې په اسانه توګه دغه کاروبار پر مخ یوسي.

د نوموړي په خبره، صرافان او سوداګر د ناامنیو له امله له غلاوو، انسان تښتونو، وژنو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي چې وروستۍ پېښه یې په کابل کې د یوه صراف د لور چې مهسا نومېده، وژل دي.

ښاغلي ځېرک دا هم وویل چې د دغو ستونزو له امله ګڼو پانګوالو او صرافانو هېواد پریښی او له دغه کاروباره په شا شوي دي.

د کابل د شهزاده سرای د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې دا مهال ۲۰ زره د اسعارو او د پیسو د حوالو مارکېټونه شته او شااوخوا دوه سوه زره کسان په دغه کاروبار بوخت دي.