د غزني چارواکي: ممکن د اسامه زوی "حمزه بن لادن" وژل شوی وي

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامران وايي، امکان لري چې د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې پر وسله‌والو په برید کې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن هم وژل شوی وي.

هغه زیاتوي دا چې د حمزه وژنه به د وسله‌والو له‌پاره سخت ګوزار وي، نو له دې امله هغوی نه‌غواړي چې وژنه‌یې افشا کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"په وژل شویو کې ډېری برخه‌یې بهرني وسله‌وال دي."

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامران

د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد ابراهیم حلیم هم وايي، په سیمه کې په خلکو کې ګُنګوسې دي چې حمزه بن لادن وژل شوی دی.

دی وايي:

"په‌دغه برید کې هېڅ ملکي کس ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې او تر ۳۰ پورې وسله‌وال وژل شوي دي چې د القاعده او حقاني شبکو سره تړاو لري، نو امکان لري چې حمزه بن لادن دې هم وژل شوی وي."

د غزني دولتي چارواکي وايي، د تېرې چهارشنبې د شپې مهال په دوه بجې د ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ په ساقي‌خېلو کلي کې درې هوايي بریدونه ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې د القاعده او حقاني شبکو ۳۱ تنه وسله‌وال وژلي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۳» ازادي راډیو ته وویل:

"په وژل شویو کسانو کې نهه تنه‌یې ځان وژونکي برید کوونکي شامل وو چې د برید په هدف دلته سره راټول شوي وو."

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري

بل لور ته وسله‌وال طالبان بیا په غزني کې پر بهرنیو وسله‌والو د بمبار خبر بې‌ځایه بولي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په څو ورځو کې په دغه سیمه کې د کورنیو او بهرنیو وسله‌والو پر وړاندې هېڅ پېښه نه‌لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د وسله‌والو پر وړاندې د ګډو افغان او بهرنیو څواکونو له لوري هوايي او ځمکني بریدونه زیات شوي چې د دولتي چارواکو په وینا په‌دغه بریدونو کې زیاتو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر