چین په تور لېست کې د مسعود اظهر د شاملولو مخه ونیوله

مسعود اظهر

چین د هغو هڅو مخه ونیوله چې پر اساس یې په پاکستان کې دېره د جېش محمد د ډلې مشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شاملېده.

د هغې ډلې چې تېره میاشت یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د برید مسؤلیت اخېستی و.

په‌دې برید کې د هندي ملېشو ۴۴ غړي وژل شوي وو.

دغې پېښې د دواړو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات کړی دی.

چین پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په تور لېست کې د مسعود اظهر د شاملولو مخه ونیوله.

بریتانیا، فرانسې او متحدو ایالتونو غوښتنه کړې وه چې اظهر دې په تور لېست کې شامل شي چې شتمني یې کنګل، پر سفر او هم پرې د وسلو پر پلورلو بندیز لګول کېږي.

چین چې د پاکستان نژدې متحد دی دغه غوښتنه یې له تخنیکي پلوه درولي او ویلې یې دي چې په‌دې اړه نورې څېړنې ته اړتیا لري.

اظهر په ۲۰۰۰ میلادي کال کې جېش محمد ډله تأسیس کړې چې په پاکستان یې پر فعالیت رسمي بندیز لګول شوی او په ۲۰۰۱ میلادي کال هم د ملګرو ملتونو له‌خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.